دین د یو غیرملا له نظره
یو شمېر ناآګاه خلک په دیني عالم مولوي صاحب شاکر ریشخند وهي، چې په روژه یا تراویحو کې به څه تخفیف اعلان نه کړي. د دغه ډول سرګډولي مخلوق له خبرو ښکاري چې د خدای له حکم سره پهتنګ دي او یوه میاشت روژه ورته سخته ده، ځکه دغسې بې مفهومه تبصرې لیکي؛ دوی اصلاً په دین ملنډې وهي.
یو څوک چې له انسانه د روژې د تخفیف تمه د تمسخر په شکل لري د دې مانا دا ده، چې د خدای پر حکم اعتراض لري او د ملنډو په بڼه تخفیف غواړي. له هغه عبادت سره چې انسان پهتنګېږي او د عادت له مخې یې کوي نه عبادت غوره دی.
په ۸۰۰ کلن تاریخ کې په پښتنو کې د مولوي شاکر غوندې دیني عالم نشئ راښودلی.
مولوي شاکر د دین په روح پوه عالم دی او د پښتني ټولنې یو ټولنپوه دی، د منطق ځانګړی طرز لري او د مسایلو د بیانولو دپاره په ساده پښتو ژبه د دین فلسفه او روح عامو خلکو ته بیانوي او دا ډول طرز ډېری خلک نه لري.
ماته تر قرضاوي د پښتني ټولنې دپاره مولوي شاکر ستر عالم ښکاري، ځکه قرضاوي د پښتنو په ټولنپوهنه نه پوهېږي.
پدغسې ماحول کې چې د ملا په نوم د پښتنو پر ټولنه سرتاسري جهالت حاکم دی او د پښتنو د جهالت بیستر له دغه حاکمیت سره مرسته کړې ده، خدازده چې دا به څومره کلونه دوام کوي؛ پدغسې تیاره او جاهلانه ماحول کې مولوي شاکر د یو ستوري او بلې شمعې حیثیت لري.
آن زموږ ډېر لوستي خلک ملنډې ورباندې وهي، زه نپوهېږم دا خلک ولې شعوراً دومره ټیټ دي. مولوي شاکر که د عامو وګړو دپاره د مسایلو په ساده کولو کې ټوکې وایي یا ډېر لوړ ادبیات نه کاروي د دې مانا دا نده، چې موږ دې پر هغه ملنډې ووهو. عام خلک د کتاب په ژبه نپوهېږي مولوي شاکر مجبور دی، د دوی د فهم دپاره عامه ژبه وکاروي؛ خو د دې مانا دا نده، چې د هغه شخصیت دې د ده د عامو ادبیاتو له مخې ور ارزوو.
زه خو د پښتنو په ټولنه کې بل داسې څوک نه پېژنم چې د عامو پښتنو سر پر دین په اسانه توګه، په روانه پښتو ژبه خلاص کړي.
زه پدې باور یم، یو فلسفي جریان او ښوونځی نشي کولی د پښتنو د تیاره فکرونو د روښانولو دپاره دومره کار وکړي څومره کار چې مولوي شاکر یې په یوازې ځان کولی شي.
همدا اوس میلیونونه پښتانه د ملا هیبت ـ الله اطاعت کوي؛ د جمعې په هغه لمانځه کې اشتراک کوي چې د ملا هیبت ـ الله نوم د امیر المومنین په توګه پکې اخیستل کېږي؛ خو هېڅوک دا سوال نه کوي، چې پر ملا هیبت ـ الله حج فرض دی، ځکه اقتصادي توان یې لري؛ خو ولې حج نه کوي؟ پر چا چې حج فرض وي او نه یې ادا کوي هغه فاسق دی دا دومره خلک ولې د یو فاسق اطاعت کوي؟
Comments
Post a Comment